مزارکې ایراني واټ د ملي شخړې په موخه !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

           

د اګست په ۲۸ مه د ولسې جرګې د کلتوري چارو جرګګۍ،  په مزار کې د ایراني جاسوسانو په نوم د ابو مسلم خراساني واټ د نوم اړونې په تړاو د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین د پوښتنو ګروېګنو لپاره ورغوښتی وو .

خو په ځواب کې ښاغلي رهين وويل، « له دې نه دی خبر چې گواکې په مزار شريف کې د ابو مسلم خراساني سړک د ايراني دېپلوماتانو په نوم نومول شوى. BBC »

په کابل د ایران سفارت په خبرپاڼه کې لا مخکې ویل شوي وو « د مزار ولایتي شورا د ايران د ۹ ديپلوماتانو او يوه خبريال د تلين او د ايرانيو شهيدانو د ياد د درناوي لپاره د حضرت علي کرم الله وجهه زيارت ته تللی واټ، د ايراني شهيدانو واټ نومولى دى »

پوښتنه دا ده ، ایا د اطلاعاتو او کلتور وزیر ریښتیا هم په دې تړاو په کابل د ایران سفارت له خبرپاڼې مالومات نه درلودل ؟ ایا له داسې مهم خبر څخه خبریدل د اطلاعاتو او کلتور وزیر په دندو کې نه شمېرل کیږي ؟

بلخوا د مزارچارواکو د ولسي جرګې د زمري میاشتې د ۲۳ مې او د مشرانو جرګې د زمري میاشتې د ۲۲ مې نيټې د پریکړو په تړاو( چې هغو کې دواړو جرګو د مزارد چارواکو نوموړی اقدام غندلی او هغه يي افغانستان کې د ایران فرهنګي نفوذ بللی ) ویلي وو چې دوی ( د مزارچارواکي ) یوازې وړاندیز کړی او د روستۍ پریکړې لپاره يي د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته استولي دی .

همدرنګه کله چې د بلخ ولايتي شوار رييس ډاكټر افضل حديد د ملي شورا د دواړو جرګو څرګندونې بې مسووليته وګڼلې او نیوکه کوونکي يي له موضوع څخه په ناخبرۍ تورن كړل ، ایا بیا هم ښاغلی رهین خبر نه شو ؟

د ناګارۍ په کوڅه ځان سمول او ځان په کڼو او ړندو نیول، رهین ددې لپاره کوي چې د مزار چارواکو ته وخت په لاس ورکړي چې هغوی خپله ملي ضد پریکړه پلې کړي . د رهین د داسې ملي ضد څرګندونو سره په یوه وخت « د ولسي جرگې د کلتوري کميسون تر غونډې وروسته د بلخ ولايت يو ه اعلاميه خپره کړه او ويي ويل دا چې ايران په تهران کې يو سړک د پخواني جنګي قومندان احمد شاه مسعود په نامه نومولى نو دوى هم ورته گام پورته کړ او مزار ياد شوى سړک يې د ايراني ديپلوماتانو په نوم ونوموۀ. همغه سرچینه »

د مزارچارواکو د دلایلو او داسې ګړندې اعلان لپاره ، د ولسې جرګې په کلتوري جرګګۍ کې، سړی د رهین دریځ او د مزارچارواکو سره د نوموړي ګډه چلوټه، له ورایه ویني . په جرګګۍ کې رهین وايی « ځینې وخت کېدای شي چې د معاوضې په توګه دا کار وشي، لکه دلته چې د اتاترک په نامه موږ یو سړک لرو، د شاه امان الله په نامه یو سړک لرو او د اندرا ګاندهي په نامه هم څه لرو.»

د معاوضې کلمې څخه د رهین موخه په ایران کې د احمدشا مسعود په نوم د کومې پس کوڅې نومونه ده چې د رهین په نیت يي باید معاوضه په مزار کې د ۱۰ جاسوسانو په نوم د واټ په نومونې سره پریکړی شي .

له دې سربېره که د ولسې جرګې په کلتوري کمیسیون کې د رهین دا تازه څرګندونې ښه را وسپړل شي ډېرې نورې ناویلې هم لري . رهین د ایران ۱۰ ګوني جاسوسان د نوي ترکې د بنسټ ایښودونکي مصطفی کمال ( اتاتورک ) او د انقلابي میرمن اندراګاندهي سره پرتله کوي او وايی کله چې په کابل کې د اندراګاندهي په نوم ( ښايي د نوموړي موخه د اندراګاندهي د ماشومانو روغتون وي ) ځای لرو، نو بیا ولي د ایراني جاسوسانو په نوم یو واټ ونه نوموو ؟ همدارنګه رهین په دې سپین سترګۍ بسیا نه کوي، وړاندې ځي او وايي « د شا امان الله په نوم سړک لرو »

البته دلته رهین غواړي ناویلي ووايی چې که کابل کې افغانان د خپلواکۍ د ګټونکي شا امان الله په نوم سړک لري نو بیا په افغانستان کې د ایران پلویان ، نوي صفویان او د ګورګین پاتیشونی ولې د ایران د خوشحالۍ لپاره په مزار کې معاوضه اقدام ونه کړي او د جاسوسانو په نوم واټ او سبا د هغوي په نوم څلی ونه لري ؟

که حالات همداسې وي ، لری نه ده چې سبا ته به د غلو د سرخېل بچه سقاو په نوم هم هلته دلته واټ او یا کوم څلی دریدلی ووینو !

کله چې د هیواد د فرهنګ وزیرد شاه امان الله ، اتاتورک او میرمن اندراګاندې پشان ویاړلي نومونه د ایران د ۱۰ جاسوسانو سره په یوه وخت او یوه مناسبت یادوي او ټول سره په یوه تله کې تلي، د داسې دولت او داسې هیواد راتلونکی فرهنګ او برخلیک به څه وي ؟

داسې ښکاري چې مزار کې د ایراني جاسوسانو واټ ملي شخړې ته د لمن وهلو د لويي سناریو یوه برخه وي .

بلخوا دا لمسونونه په داسې مهال کیږي چې پنجاب، د ډیورند په بره غاړه پراته ولسونه هره ورځ په لسګونو او سلګونو توغندیو ولي !

د ۲۰۱۲ کال د اګست ۲۹ مه

 


August 29th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات